ایکنانیوز له قمه راپور راکوي، د قم ولایت د ژواک چاپیریال د چارو د ادارې عمومی مدیر محمد حسین بازګیر د قم ولایت د عتبات عالیات د بیا رغونې د کمیټې د موکبونو داجرائي مدیرانو په ناستې کې ووئيل؛د ژواک چاپیریال او طبیّت مسئله د قرآن کریم په آيتونو او د اهل بیت علیهم السلام په روایتونو کې ارزښتمن ځاي لري او د ایران د اساسی قانون په ۵۰ مادې کې هم ورته جدي پام شوی دی.
هغه د حسینی اربعین لوی او ولولناک حرکت او په دغې لارې کې د څه دپاسه شل میلیون زیارتوالو شتون ته په اشارې سره دا د ژواک چاپیریال او کلتور جوړونې لپاره یو مناسب فرصت وباله او وې وئيل، دایران درست موکب لرونکي باید په دغو شپو ورځو کې د ژواک چاپیریال په وړاندې پخپل مسئولانه چلند سره د درستو ایرانیو او بهرنیو زیارتوالو لپاره بیلګه شي.
ښاغلی باز ګیر ددې خبرې په کولو سره چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ژواک چاپیریال ساتل یو دینی او انقلابی فعالیت بللی دی روښانه کړه ، هر یو موکب په دغو شپو ورځو کې د اوبو او انرژۍ او پلاسټک د مصرف په کمولو او د خپلو استعمال شوو پورسونو او نورو شیانو په غونډولو سره په دغه دیني او انقلابي فعالیت کې ګډون درلودلی شي.
https://iqna.ir/en/news/3489348